
طالبانو په غزني کې د اخلاقي په جرم د يوې ښځې په ګډون دوه تنه په عام محضر کې په دورو ووهل
د طالبانو سترې محکمې نن چهارشنبه د کب ۲۹مه نېټه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د غزني ولايت په دهيک ولسوالۍ کې د طالبانو ابتدايه محکمې د يوې ښځې په ګډون دوه تنه د اخلاقي فساد په جرم په عام محضر کې په دورو وهلي دي.
د خبرپاڼې له مخې دغه ښځه او سړی هر يو په ۳۵-۳۵ دورو وهل شوي او په دوه-دوه کاله تنفيذي بند محکوم شوي دي.