د طالبانو لخوا د نوي تعلیمي کال پیل او د نجونو پر تعلیم د بنديزونو دوام

د طالبانو د پوهنې وزارت نن پنج‌شنبه، د کب ۳۰مه، د کابل په د اماني لیسه کې د پرانستو مراسمو کې د ۱۴۰۴ تعلیمي کال پیل کړ. خو له شپږم ټولګي پورته نجونې لا هم له تعلیم څخه محرومې دي.


په دې مراسمو کې د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب‌الله اغا، د نجونو د تعلیم په اړه د پالیسیو یادونه ونه کړه او ټینګار یې وکړ چې طالبان د دیني او عصري علومو پر وړاندې ځانګړې پاملرنه لري. هغه زیاته کړه چې د تعلیمي نصاب د اصلاح کار روان دی او هغه موارد چې د دین او افغانستان د دودونو سره په ټکر کې وي، له نصاب څخه ايستل کېږي.


دا په داسې حال کې ده چې نږدې څلور کاله کېږي له شپږم ټولګي پورته نجونې د زده‌کړو له حق څخه محرومې دي. طالبانو تر اوسه د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو لپاره هیڅ پلان نه دی اعلان کړی، او د نجونو پر تعلیمي محدودیتونه لا هم دوام لري. #د_نجونو_تعلیم

پیعام