اروپايي ټولنه: د نجونو زده‌کړې د افغانستان د اوږدمهاله پایښت او سوکالۍ لپاره اړينې دي

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ دفتر نن يکشنبه د وري ۳مه نېټه د ايکس په يوه پوسټ کې ویلي چې زده‌کړې د افغانستان د اوږدمهاله پایښت، سوکالۍ او پرمختګ لپاره خورا اړینې او حياتي دي.


یاد بنسټ زیاته کړې چې لوستې مېرمنې د یوه پیاوړي، باثباته او پر ځان بسیا هېواد معمارانې دي. «اروپايي ټولنه د زده‌کړو په برخه کې د نجونو له حق څخه ملاتړ کوي.»

پیعام