اوچا: د نجونو پر زده‌کړو بندیز د افغانستان راتلونکی نسل له خطر سره مخ کړی

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د دوشنبې په ورځ، د وري په۱۷مه، په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې د طالبانو له‌لوري د نجونو پر زده‌کړو بندیز د افغانستان راتلونکی نسل له جدي خطر سره مخ کړی دی. یاد بندیز شاوخوا ۱.۵ میلیونه نجونې‌ له زده‌کړو محرومې کړې دي.


اوچا ویلي چې دې بندیز افغان نجونې له بې‌سوادۍ، له وخت مخکې ودونو، د جنسیت پر اساس له تاوتریخوالي او منفي «مقابله‌یي جوړښتونو» سره مخ کړې دي. دې ادارې همداراز فقر او وروسته پاتې والی د افغانستان لپاره حیاتي او اوږدمهاله ننګونې بللې، چې د هېواد ټولې ښځې او نجونې‌ یې اغېزمنې کړې دي.

پیعام