
طالبانو د دوو ښځو په ګډون ۱۰ تنه له نکاح پرته د جنسي اړیکو او غلا په تور عام محضر کې په درو وهلي
د طالبانو سترې محکمې روانه اوونۍ خبر ورکړی چې د دوو ښځو په ګډون یې ۱۰ تنه له «واده پرته د جنسي اړیکو او غلا» په تور، سرپل، میدان وردګ او فراه ولایتونو کې د خلکو په حضور کې په درو وهلې دي. سربېره پر دې یاد کسان په تنفیذي بند هم محکوم شوې دي.
په میدان وردګ ولایت کې څلور کسان د «غلا» په تور ۲۵ دُرې وهل شوي او هر یو ته له دوه څخه تر دریو کلونو د بند سزا ورکړل شوې ده. سرپل ولایت کې یوه ښځه له «واده نه پرته د جنسي اړیکو د ټینګولو» له امله ۳۹ دُرې وهلې شوې او په یو کال بند محکومه شوې ده.
همدار راز د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې درې کسان له «نکاح پرته د جنسي اړیکو او غلا» په تور دوه تنه ۲۰ دُرې او یو بل تن د « له واده څخه مخکې د اړیکو د ټینګولو» په تور، ۳۹ دُرې وهل شوی دی.
د راټول شويو معلوماتو له مخې طالبانو یوازې د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال په حوت میاشت کې ۸۰ تنه، چې ۱۶ ښځې هم پکې شاملې دي، په ۱۸ ولایتونو کې د خلکو په حضور کې په دُرو وهلې دي. طالبان وروسته له هغه چې د ۲۰۲۱ کال په اګست بیا ځلې واک ته رسېدلي، د بدني سزاوو پلي کول یې زیات کړي دي.