
افغان الاصله بریتانوۍ فرشته جامي داعش ډلې سره د یوځای کېدو د هڅې په تور په عمري بند محکومه شوه
افغاني الاصله بریتانوۍ فرشته جامي له داعش خراسان ډلې سره د یوځای کېدو او د ترهګریزو فعالیتونو د پلان کولو په تور د بریتانیا د لېسټر سترې محکمې له لوري د عمر بند په سزا محکومه شوې ده. دا حکم د ۲۰۰۶ میلادي کال د تروریزم د قانون د پنځمې مادې له مخې صادر شوی او لږ تر لږه ۱۷ کاله بند پکې شامل دی.
راپورونه په ډاګه کوي چې نوموړې غوښتل د یوه طرفه ټکټ د اخیستو له لارې افغانستان ته سفر وکړي. څېړنو دا هم په ډاګه کړې چې نومړې له افراطي ډلو سره اړیکې لرلې او په ټولنیزو شبکو به یې له تاوتریخوالي څخه ډګ تبلیغاتي مطالب خپرول. دا پرېکړه د بریتانیا د هغو هڅو یوه برخه ده چې غواړي د ترهګریزو ګواښونو مخه ونیسي او خلک له افراطي ډلو سره له یوځای کېدو را وګرځوي.