
یوناما: د ولایتونو په کچه د ښځینه محتسبانو فعالیت محدود دی
د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر (یوناما) موندنې ښيي چې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ښځینه محتسبانې یوازې د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې فعالې دي. دې سازمان ویلي چې په نورو ولایتونو کې هېڅ ښځه د محتسبې په توګه نهده استخدام شوې او په دې برخه کې کافي معلومات هم نهدي راټول شوي.
یوناما په خپل راپور کې ویلي چې په کندهار او ننګرهار ولایتونو کې طالبان په غیررسمي ډول ځينو ښځو ته پیسې ورکوي، تر څو د امر بالمعروف د قانون پر تطبیق نظارت وکړي او راپور ورکړي.
په ځینو نورو ولایتونو لکه هرات او فراه کې، ښځینه محتسبانې اکثره وخت په رضاکارانه ډول کار کوي. هغه ښځې چې له دې پروسه سره مرسته کوي یا زدهکوونکې دي، یا د دیني مدرسو ښوونکې، او یا د ښځینه پولیسو غړې.
دا راپور د ښځینه محتسبانو محدود، غیرمنظم او پاشلي وضعیت، او ددې ترڅنګ د ولایتونو په کچه د طالبانو د پالیسیو د تطبیق پر وړاندې د موجوده ننګونو ښکارندوي کوي.