
د افغان ستورې سندرغاړې زلاله هاشمي کابل کې تری تم شوې
خاوند یې سید محسن هاشمي ویلي چې هغه ۱۵ورځې دمخه په کابل کې د خپلوان د کور په مقصد له کوره وتې او بیا نه ده راګرځېدلې.
د زلاله هاشمي خاوند زیاته کړې چې د دغه سندرغاړې ټلېفون هم اوس د لاسرسي وړ نه دی او اړیکه ورسره نه نیول کېږي.
د افغانستان د هنرمندانو ټولنه وايي، سندرغاړې زلاله هاشمي په کابل کې تښتول شوې او د هغې د موندلو لپاره يې له نړيوالې ټولنې څخه د مداخلې غوښتنه کړې ده.
د زلاله هاشمي خاوند سید محسن هاشمي بيا ويلي، د خپل میرمن د موندلو لپاره يې تر اوسه هر ډول هڅې بې نتیجې پاتې شوې دي: «ټليفونونه يې هم خاموش دي. زموږ څلور کلن زوی او ټوله کورنۍ مو ډېر په تشويش کې يوو.»
د یادونې وړ ده چې نوموړې سندرغاړې د واده څخه وروسته د موسیقۍ نړۍ څخه مخه ښه کړې وه.