د اسلامي همکاریو د سازمان غونډه؛ پاکستان د افغانستان د ښځو د حقونو د رعایت غوښتنه کړې

د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو، په یوپنځوسمه غونډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق دار د افغانستان له موقت حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د ښځو او نجونو حقونه رعایت کړي.

دا دوه ورځنۍ غونډه د ترکیې هیواد په کوربتوب د استانبول په ښار کې ترسره شوې چې هغې کې د اسلامي همکاریو سازمان غړي بهرنیو چارو وزیران حضور درلود.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د محمداسحاق دار وینا خپره کړې چې هغه خپل د وینا به یوه برخه کې د افغانستان موضوع هم یاده کړې ده.

محمد اسحاق دار په خپلو خبرو کې ټینګار کړی چې

«موږ همدارنګه د افغانستان له موقتي حکومت څخه غواړو چې خپلو ژمنو ته، په ځانګړي ډول د ترهګرۍ پر ضد مبارزه او د بشر حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې، وفادار پاتې شي.»

هغه همداراز په خپله وینا کې د افغانستان سره د بشر پالنې مرستې د دوام موندلو غوښتنه هم کړې ده .

دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کیږي چې د طالبانو حکومت په تیرو څلورو کلونو کې د ښځو ابتدایي حقونه سلب کړي دي.

پیعام