د اروپایي اتحادیې ۴۷ میلیونه یورویي مرسته، د افغان ښځو د پیاوړتیا لپاره

د اروپايي اتحادیې دفتر په تازه اعلامیه کې ویلي چې دوی د افغان کډوالو د ملاتړ په موخه ۴۷ میلیونه یورو مرسته ځانګړې کړې ده، چې اصلي تمرکز یې د ښځو او نجونو د پیاوړتیا په برخه کې دی.


په دې اعلامیه کې چې د نړیوال کډوالو ورځې په مناسبت خپره شوې، ویل شوي چې دغه مرسته به د روغتیا، زده‌کړې، ژوند چمتو کولو "معیشت" په برخو کې به تري کار واخیستل شي.

اروپايي اتحادیه وايي چې د ښځو، زیانمو ډلو او د کډوالو کوربه ټولنو ملاتړ یې په لومړیتوب کې دی، او هڅه کوي چې افغانو کډوالو ښځو ته د اساسي خدمتونو لاسرسی زیات کړي.

همداراز دا مرسته به د ښځو په مشرۍ د معیشتي فرصتونو، ، زغم لوړولو او راتلونکې ته د هیلو زیاتولو برخو کې هم ولګول شي.

افغانستان نږدې لس میلیونه داخلي او بهرني کډوال لري، چې دا یې د نړۍ له تر ټولو ستر مهاجرتي بحرانونو څخه ګرځوي. ښځې او نجونې د دې بحران تر ټولو زیانمنې قربانیانې دي.


د خلکو د بې‌ځایه کېدو اصلي لاملونه په افغانستان کې د تیرو شلو کلونو جګړې، فقر، بیکاري او پرله‌پسې وچکالۍ ښودل شوي دي.

پیعام