په کندهار کې د طالبانو امربالمعروف ؛د ودونو هوټلونه باید د دوی په شرایطو عمل وکړي

په کندهار کې د طالبانو د امر بالمعروف ریاست د ودونو د هوټلونو لپاره نوې اصولنامه خپره کړې، چې له مخې یې د خوښیو پر مراسمو پراخ بندیزونه لګول شوي دي.


په اصول نامه کې ویل شوي چې د ساز غږول منع ده، ښځې دې ولسي سندرې ونه وایي او عکاسي په ځانګړې توګه د ښځو تیلفونونو په واسطه منع شوي، د ښځې اختلاط او د کیک پرې کولو مراسم منع شوي او د هوټل ښځینه کارکوونکې دندي ته د تلو پر مهال باید محرم ور سره وي او د اصول نامې په اخر کې ویل شوي چې«د هوټلونو ټول کار کوونکي باید خپل سیرت او صورت اسلامې شریعت سره برابر کړي همدا راز د واده قراردادونو په وخت کې باید د امربالمعروف یو غړی هم موجود وي ترڅو دوي ته پوهاوي وشي او دوکې او منکر مخه ونیول شي. » 


د یادونې وړ ده چې مخکې له دې هم د طالبانو امربالمعروف غړي د واده له مراسمو څخه زوم یا د هغه ورور د دې له وجې وړل او بندي کول چې په واده کې یې سندرې غږولې وې.


د طالبانو له‌ خوا پر ودونو او هوټلونو لګول شوي بندیزونه، د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو، پر خوښیو مستقیم بندیز ګڼل کېږي. دا ډول محدودیتونه د ښځو د ازاد حضور او انتخاب مخه نیسي، او ښځې نور نشي کولای چې د خپل ژوند مهمې شېبې، لکه واده، د خپل زړه په خوښه ولمانځي.

پیعام