
نازنین مومند: غواړم نړي ته وښایم چې افغاني کلتور څومره ښایسته دی
نازنین مومند، یوه ځوانه افغانه نجلۍ، د ننګرهار ولایت څخه ده چې په کابل کې یې د افغاني جامو یو دوکان پرانیستی. نوموړې وايي هدف یې یوازې کاروبار نه، بلکې هغو ښځو ته د کار زمینه برابرول دي چې هنري مهارت لري خو بازار ته لاسرسی نه لري.
نازنین مومند د اقتصاد په برخه کې تر لیسانسه زدهکړې کړي او وایي چې د بازار مطالعه یې وکړه او درک یې کړل چې ډېری افغانې ښځې د هنر خاوندانې دي، خو د بازار له نشتوالي سره مخ دي.
"دا احساس مې وکړ چې زه کولای شم د دغو ښځو لپاره فرصتونه برابر کړم، او ځکه د افغاني جامو دوکان مې جوړ کړ."
نازنین وايي چې کورنۍ یې کلک ملاتړ یې ده.
"زما فامیل ما له ځمکې آسمان ته پورته کړ. هغوی زما د دې کار تر شا ودرېدل او دا یې راته آسان کړ."
هغه ور زیاته کړه چې ملګري، او ټولنه
یې ملاټړ او تشویق کړې ده.
نازنین ،میرمن میډیا سره په مرکه کې د ماسک، ګرمي او پلورونکو ښځو باندې د باور کموالي په هکله داسې وایي:
"په ګرمي کې حجاب او ماسک سخت دی، او ډېری وختونه خلک ښځینه کارکوونکو باندې باور نه لري. دا یوه لویه ستونزه ده چې موږ ورسره مخ یو."
نازنین وایي چې کورنۍ او ټولنې ښه غبرګون یې ښودلې او تشویق او همکاري یې ورسره کړې ده.
نازنین وايي چې هیله لري د افغاني کلتور یو نړیوال برانډ رامنځته کړي.
"زه غواړم نړۍ ته وښایم چې افغاني کلتور څومره ښایسته دی. زه به یوه ورځ داسې کاروبار ولرم چې نورې ښځې هم پکې کار وکړي."
د مرکې په پای کې نازنین نورو افغانو نجونو او ښځو ته داسې وویل:
"پیل وکړئ! د انتظار اړتیا نشته. راتلونکې ستاسو ده. که تصمیم، حوصله او باور ولرئ، د آسمان څخه ستوري هم راښکته کولی شﺉ. خطرونه مدیریت کړئ، له فرصتونو څخه ګټه واخلﺉ."
نازنین مومند د هغو زرګونو افغانو نجونو له ډلې یوه ده چې د شته ستونزو، او د افغانې ټولنې د دودونو او محدودیتونو تر څنګ یې خپله لاره یې پیدا کړې او پیاوړی ګام یې پورته کړی دی. د نازنین کیسه ښيي چې که ملاتړ وي، نو نجونې نه یوازې خپلو خوبونه په حقیقت بدلولی شي، بلکې د نورو لپاره هم لاره هواروي.
د نازنین هڅه یو بېلګه ده چې ښيي، د محدودیتونو تر څنګ هم افغانې نجونې کولای شي د ابتکار او کار له لارې فعاله ونډه واخلي.